د قُم  په ښار کې د کروناله امله ٢کسان مړه شوى

ایراني رسنیو ويلي  دايران د قُم  په ښار کې د کروناویروس په ناروغۍ د اخته دوه کسان مړه شوي

د ایران د عامې روغتیا وزارت چارواکو تائید کړې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه هیواد په قُم ښار کې د کروناویروس ناروغۍ مشکوکې پېښې لیدل شوي او شکمن کسان په قرنطین کې راوستل شوي دي.

ایران له دې وړاندې د کروناویرویس ناروغۍ د مخنیوي لپاره په خپلو هوايي ډګرونو کې د کلکو روغتیايي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی وو.

په ایران کې نږدې ۲.۵ میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي او هره ورځ سلګونه ایراني او افغان مسافر دواړو هېوادونو ته تګ راتګ کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*