اوچا:د ناامنۍ له امله ۲۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، په تېرو کم تر کمه دوه میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ناامنۍ له امله ۲۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

داوچا دفتر په راپور کې راغلي یوازې په جنورۍ میاشت کې ۲۰۸ روغتیايي مراکز د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې تړل شوي او یا هم ویجاړ شوي دي.

د اوچا د راپور په اساس په جګړه کې د دغو روغتیايي مرکزونو د تخریب او تړل کېدو له کبله له یو میلیون زیات وګړي له روغتیايي خدماتو بې برخې شوي دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*