اوس بيا دميرويس نيکه خبره ده 

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
په يوې غونډې کې چې دبابر په بڼ کې ترسره شوه او هغه د خان عبدالصمد خان په بيرته بندي کولو شوې وه پاپا فرهاد داسې وويل مونږ هنګامه غوښتونکي نه يو ، خداى ، وطن او ملت غواړو .
اوس بيا دميرويس نيکه خبره ده مونږ مسلمانان يو دين ، ناموس او خپلواکي غواړو هغه داسې مهال و چې ختيځ افغانستان دمغلي هند په لاس کې و لوېديځ افغانستان دصفوي ايران او شمال دماورالنهر دخانانو
دين ، ناموس ، خپلواکي او عدالت دټولو لپاره
دميرويس نيکه ددغه شعار لاندې ازبک ، تاجک ، پښتانه ، بلوڅ راټول شول په ايران کې عرب ، ارمنيان ، ترکان ، قزلباشان ، زردښتان راغونډ شول له ………… او په عراق کې تر بلوچستان او سند پورې يوه امپراتوري جوړه شوه له روسانو سره په شمال دايران کې له ترکيې سره په لويديځ کې او په جنوب کې انګليسان ، هالنډيانو سره دهرمز په جزيرې کې جګړې وشوې او پرې دافغانانو و . دغه دوره سمه مطالعه نه شوه که چيرې په دې دورې سمه څېړنه وشي څو خبرې په لاس راځي دافغانستان ځمکنى سياست او ملي فلسفه چې عدالت وي ، تاريخ به مو تل روښان او ځلاند وي .
مونږ چې خپلواکي واخيسته امريکا ويده وه له همدې مهاله اروپايان دافغان پر مطالعې اخته شول .
دجان ويلر پر وينا دافغان دماتولو لپاره کمزوري لويدلي منحط افغانان يې وموندل او په خپلو کې يې واچول

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*