داشرف غنی په ګټه د ناندرییز حکومت اعلان

سرلیکنه

د ناندرییزو انتخاتود اوږده ځنډ وروسته دانتخاباتو کمیسیون دعبدالله په مقابل کې چې ورته ېې ۳۹٫۵۲سلنه راېې اعلان کړې وي اشرف غني ېې ګټونکی اعلان کړ چې نورو نوماندانو ېې په کلکه مخالفت وکړ په دې مخالفینو کې چې داشرف غني رایو ته ېې نږدی راېې ترلاسه کړې وې یو عبدالله دی.

ګلبدین حکمتیار او جنرال دوستم ېې هم مخالفتونه وکړل خو دعبدالله په نسبت ېې دمخالفت زور کم دی ډاکټر عبدالله د ناندرییز حکومت داعلان سره سم خبریالانوته وویل اشرف غنی په دیمکراسۍ کودتا وکړه داد انتخاباتو دکمیسیون لخوا اعلان شوې حکومت نه بلکې یو ملی خیانت دې دیته ګټونکی حکومت نه ویلی کیږي، که حقیقتونه وڅیړل شي زماټیم( ثبات همګرایی) ګټونکې دی او هیڅ کله به ېې تسلیم نه کړم.
بې له اروپايي ټولنې تراوسه لا کوم هېواد او آن هغه هیوادونو چې د اشرف غنی کمپاین، دانتخاباتو پروسه، انتخاباتي ګروپ او په داخل اوبهرکې پلویان ېې په په هراړخیزه توګه خړوبول هغوې هم لا داشرف غنی حکومت په رسمیت نه دې پیژندلې.
دمخه چې جان کیري داشرف غنی او عبدالله ترمنځ اختلافی روغه وکړه دهغه دوه سري حکومت به مقابل کې دومره په شور اوزور اختلافاتو غږ نه وو راپورته شوې لکه اوس چې داشرف غنی په ګټه دنوی اعلان شوي حکومت پرخلاف پورته شول.
داچې ډاکټرعبدالله به دغنی په مقابل کې څه ډول حکومت اعلان کړي ؟ څومره نور مخالفین به دعبدالله ترڅنګ ودریږي؟ دوستم به ېې په مقابل کې څه کوی؟ عطانور سره به ېې کړې وعدی پوره کړل شی؟ دانتخاباتی ګروپ او ټیم ملګري به ورسره ترڅه وخته پاتې شی؟ داټول هغه څه دي چې لږ څه وخت وروسته به سر راپورته کړي .
دګلبدین په څیر نور خوارکی نوماندان خو دخپلې ګټې دعوه نه شي کولای یواځې عبدالله دې وايي ماته ولس رایه رایه کړی، که د انتخاباتو کمیسیون ټګي نه وای کړی زه ګټونکی وم او ګټونکی یم یوداسی حکومت به جوړکړم چې د ټول افغان ولس نمایندګانو ته به پکې برخه ورکړل شوې وي.

داشرف غني دنوي اعلان شوی حکومت په وړاندی عبدالله دتیرپه نسبت ډیره تنده لهجه وکاروله او که نور مخالفین ېې پرځان راټول کړل اعلان کړل شوی ناندرییز حکومت به دکمر پرسر ځوړند کړي، په اصل کې امریکا په افغانستان کې داشرف غني لپاره دکمر پرسر ځوړند حکومت په خپل فکر کې نیولی ځکه خوېې د طالبانو سره دسولې کولو دمخه داشرف غني په ګټه حکومت اعلان کړ چې دیوې خوا به اشرف غني دطالبانو او دبلې خوا به په داخل کې دسیاسی او فکري مخالفتونو سره مخ شي ترناڅرګند وخته پورې به ېې حکومت دکمر پرسر خوړند ولاړ وي.
د اشرف غنی ناندرییز حکومت ته به دتیر په نسبت ځکه ستونزې زیاتې شي چې په تیر حکومت کې اشرف غني عبدالله ، دوستم ، حکمتیار او ځنې نورو مخالفینوته په کمه سترګه کتل اوس به ېې مخالفت په کلکوسترګوري، اوهم امریکا غواړی دطالبانو سره داسې جوړجاړی وکړي چې اشرف غنی اوطالبانو ترمنځ به ستونزې حل نه بلکې شته ستونزی به نورې هم وزیږوی او دکمرپرسر ولاړ حکومت به ېې لاپسې ناندرییز شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*