نړۍ ديوانو او شيطانانو ويجاړه کړيده

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

په څلورمه هجري پيړۍ کې دغزنويانو او زابليانو پېر و او حکيم طوسى ګرشاسب نامه وليکله . ګرشاسب بابا دملت بابا دى له ده يو لړ اصول پاتې دي چې افغان ملي فلسفه له هغه ده او پښتون هغه ساتي ګرشاسب بابا فرمايي . نړۍ د يو انو او شيطانانو ويجاړه کړيده مونږ داسې هېواد جوړ وو چې د خلکو لپاره اسامه يعنې دامن سيمه وي . په دې خبره کې ډير حکمت دى يعنې پښتون هغه دى چې له ديوانو سره پهلواني وکړي او دامن سيمه جوه کړي څوک چې له ديو سره پهلواني نه کوي پښتون نه دى . پښتون څنګه وي او څنګه نه دى ؟
په دا سپينه ږيره چې زه پښتون شوم
خداى مې مه کړه بيا مغل وايم په ځيره
مطلب دا چې پر ځيرنې داخبره کوم ما چې دمغلو سره کار کولو پښتون نه وم مغل وم اوس چې دپښتون لپاره لګيا شوم اوس پښتون شوم .
پښتون يوه پيژندنه لري دغه پيژندنه چې څوک نه لري پښتون نه دى څوک چې پښتانه لپاره کار وکړي پښتون دى ددغې پيژندنې له مخې څوک چې انګليس ته کار کوي انګليس دى روس ، امريکا …………. هر چاته چې وي اوس په افغانستان کې دامريکې تر مشرۍ لاندې پوځي عمليات کيږي او امنيت ساتي دغه حکومت او هغه ټول چې دغه حکومت سره دي او پر پوځي ځواک راغلي دي امريکايان دي .
چې زما په چمن راشي ګستاخي کړي
دشبنم په څير يې عمر يو زمان کړي
رحمان بابا
رحمان بابا خبره غوڅه کړه بيا په دې کې چې دين ناموس او خپلواکي ته خطر وي هيڅوک ښه کيداى نه شي ملي فلسفه دګرشاسب بابا ده چې وايي ديوانو او شيطانانو سره پهلواني دپښتانه کار دى .
څومره انګليسي پوځ راغلى ؟ ستاسو پښتانه وژني . دخوشحال خان له سترګو هر څوک چې اروپايانو او امريکايانو سره دريدلي هغوى ټول که پښتون ، تاجک ، هزاره ، ازبک يا هر څوک چې دى دفلسفې پر بنسټ هغوى افغانان نه دى که نن خوند ورکوي په تاريخ کې نوم يې بددى او اولادونه به يې شرميږي .
لبنان وګوري اسرائيلو دامريکې پر ملاتړ څه وکړل ؟ ديموکراسي او دبشر حقوق وګوري .

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*