فلېپو ګرنډې: په ډيره کچه د افغان کډوالو ستنېدل به لا ګډوډي رامنځ ته کړي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې کمېشنر فلېپو ګرنډې ویلي، په افغانستان کې وضعیت لا هم سم نه دى ، نو که په لویه کچه افغان کډوال بېرته خپل وطن ته ستانه شي، په سيمه کې به لا ډېره ګډوډي رامنځ ته کړي او دا د هېچا په ګټه نه ده.

دا خبرې د ملګرو ملتونو ادارې کمېشنر فلېپو ګرنډې  په کوټه کې له رسنيو سره په خبرو کې کړې نوموړي  ویلي، په افغانستان کې د کار روزګار او ګټې وټې زمینه هم ډېره لږه برابره ده د نوموړي وايي د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه پخپله د ملګرو ملتونو د (یو این اېچ سي ار) اداره هم زړه نا زړه ده ځکه چې د ډېر شمېر افغانانو بېرته ستنېدل به په دې وطن کې د لا ګډوډۍ لامل شي. دا به نه د افغانستان او نه د دغه هېواد د ګاونډيو هېوادونو په خیر کار وي. نو ښه ده چې دا چاره په ترتيب ترسره شي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*