دافغانستان يو دولتي پلاوى اسلام اباد ته راغلى

دافغانستان يو دولتي پلاوى داشرف غني دویم مرستیال سرور دانش مشرۍ  په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه په جوړېدونکي نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته راغلى دى

له سرور دانش سره په  لوړپوړی دافغان حکومتي پلاوی کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او دافغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیرهارون چخانسوري شتون لري

په پاکستان د ميشتو افغان کډوالو په اړه نړيوال  کنفرانس نن پیلېږي په دې کې به په پاکستان کې د افغان کډوالو د څلوېښت کلن  شتون په اړه هراړخيزې خبرې وشي

په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت او يو نيسيار په مرسته ،په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدانې ٤٠ تمه کاليزه د يوې نړيوالې دوه  ورځنۍ غونډې په ترڅ  کې نمانځل کيږي

دا غونډه به د فبرورۍ پر ١٧-١٨ وي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې عاېشې فاروفي ويلي دي دا نړيواله غونډه به د پاکستان لومړى وزير عمران خان پرانيزي

دې غونډې ته  د ملگرو ملتونو مشر انټونى گويټرز ، د ملګرو ملتونو د سترې کمشنرۍ مشر فلیپو ګراندي  او ٢٠ هغو هېوادونو استازي رابلل شوي چې له افغان کډوالو سره په دې ٤٠ کالونو کې مرستې کړي ،  هيله ده چې په دې غونډه کې د پرمختيايي بانکونو استازي هم برخوال وي

په دې غونډه کې به  په پاکستان کې د افغان کډوالو پر راتکوونکي برخليک خبرې کيږي

په هم دې حال کي افغانستان کي ملګرو ملتونو د کډوالو چارو بنسټ شمېرې ښیې چي پاکستان کي دوه ملیونه ۴۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*