په برلین کې یو وسله وال یو تن وژلى

المان خبري اژانس د برلین پولیسو له خوا  ویلي په  برلین کې په یوه وسله واله پېښه کې یو تن وژل شوی او اووه نور ټپیان دي.

د برلین پولیسو پر خبره ، یو شمېر وسله والو د برلین په کرویټز برګ سیمه کې د ټیمپوډروم په نامه یو تالار کې پر ناستو کسانو ډزې کړې دي او دا مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د پولیسو په وینا ډزې کوونکي کسان د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي خو دوی یې د لټون په موخه عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

راپورونه وایي د پېښې درېیو ټپیانو ځانونه خپله روغتون ته رسولي په داسې حال کې چې ګڼ شمېر پولیس هم د پېښې ځای ته رسېدلي وو. چارواکو د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه تر اوسه څه نه دي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*