٢٦دلو له افغانستان څخه  دروسانو د تيښتې ورځ

س سيرت

روسانو دخپلو غلامانو(کمونستانو) په بلنه په ١٣٥٨هـ کال د جدي په شپږمه به ډير کبر او غرور سره له آمورا واوړيدل او دافغانستان په پاکه خاوره ېې پليد قدمونه کيښوول خو له نيکه مرغه روسانو چې له ځان  سره کومه نقشه اوطرحه راوړې وه هغه ېې دافغانستان مؤمنو ولس له خاورو سره خاورې کړه .

روسان چې افغانستان ته په کوم ښکرورزور راغلي وو او دافغانستان په پاکه خاوره ېې يرغل کړې ؤ هغوې دا هيڅ کله نه منله چې په شرميدلې تيښته به له افغانستان څخه  ووځې، يواځې روسانو نه بلکې دهغې تاليڅټو تورمخو کمونستانو به هم ويل  چې زمونږ انقلاف په شا نه تلونکې انقلاب دې چې کله روسان له افغانستان څخه  په شرميدلې تيښته وتښتيدل بيا ېې خوګ خواره (کمونستان) هم پسې وتښتيدل نه يواځې داچې په افغانستان کې مات شول بلکې په ټوله نړۍ کې د شرميدلې ماتې سره مخ شول.

د افغانستان دغيرتي اوسرورکوونکو مجاهدينو د قربانيو په برکت له آمو په غررور را اوړيدلو پوځيانو بيرته تښتيدونکي وروستى پوځي د ١٣٦٧هـ د دلو په ٢٦مه ټيټي سترګې سرماتى او غاښ ماتې له افغانستان څخه  ولاړ، دا دافغان مؤمن ولس دقربانيو نتيجه وه چې کمونستان او دهغوې بادا ران روسان ېې د شرموونکي ماتې سره مخ کړل .

روسانو په افغانستان کې دخپل يرغل ٩کاله او ٥٣ورځې تيرې کړې په دې ټول وخت کې ېې هغه وحشت په افغانستان کې وکړ چې چنګيز هم نه ؤ کړې، هومره ميندې ېې بورې کړې چې پرنګي هم نه وې بورې کړې خو لله الحمد ميړنيو مجاهدينو ترانګريزانو زياتې ميندې په روسانو بورې کړې.

کمونستانوهله روسانو ته ديرغل بلنه ورکړچې د مجاهدينو په مقابل کې نا توانه شول خو بياېې هم د ١٢٠روسي وحشي پوځيانو په موجوديت او وحشت کې هغه توان ترلاسه نه کړکوم چې دمجاهدينو دمقابلې لپاره ورته اړتيا ليدل کيدله .

روسانو هغه مهال چې لا ېې پر افغانستان يرغل نه وکړې ځان ېې دنړې سترقدرت باله ، ځان ته ېې هغه څه ويل چې نورې له سترګې هيڅ نه ښکاريدل ، په مجاهدينو ېې په لومړيو کې هغه بمبار وکړ او د ګڼ شپ څرخکوپه وسيله ېې پرې د ناپالم بمونه وغورځول چې ترې نور انسان وژونکي بمونه  د روسانو سره نه وو، خو داچې افغان ميړني مجاهدين د روسانو د ډول ډول وسله په مقابل کې د ايمان په وسله سمبال وو روسانوته ېې شرموونکې ماتې ورکړه.

روسانو په افغانستان کې په خپل موجوديت سره له يونيم ميليون زيات افغانان شهيدان په همدومره شمير ېې غاښ ماتي او ترپينځه ميليونه زيات ېې خپلو کورونو پريښودو ته اړکړل خو داد افغاني غيرت او شهامت نتيجه وه چې روسان ېې نه يواځې داچې سرماتي او غاښ ماتي تيښتې ته اړکړل بلکې په نړۍ کې ېې د داسې ماتې سره مخ کړل چې دمخه روسانو داسې ماتې نه وه ليدلې .

له افغان مؤ من  او سر ورکوونکي ولس لخوا روسانو ته يواځې پوځي ته نه بلکې په نړۍ کې ېې د سياسي ، اقتصادي او روحي ماتې سره مخ کړل په روسانو افغانانو هغه چارې وکړې چې دمخه ورسره نه وې شوې، روسانو له پرنګه هم عبرت نه واخستې، روسانو له صفويانو او دهغوې دماتې تاريخ نه ؤ لوستې او روسانو ته دا  نه وڅرګنده چې ميندو ورته په ځانګو کې د غيرت او شهامت درس ورکړيدى.

دافغانستان ميړني ولس په خپل شهامت سره د روسانو ټوله نقشه دړې وړې کړه  شوروې اتحاد  ېې په  خور اور شوروي بدل کړل، د افغانستان مجاهدينو دمرکزي اسيا مسلمانانوته هم د ازادۍ خوند ور وڅکه  دمنځنۍ اسيا نيول شوو اسلامي هېوادونو هم ترې خپله ازادي واخسته، اوبلاخره دافغانستان دمجاهدينو دقربانيو برکت دې چې نن ورځ هم روسان له افغانسان څخه  پر آمو دتښتېدلي  وروستي جنرال ګروموف دا وينا ياده  ده  چې پر افغانستان يرغل زمونږ لويه تيروتنه وه  ان شاء لله هغه ورځ هم نږدې ده چې امريکايي جنرالان به هم اعتراف وکړي وبه وايي  چې پرافغانستان دامريکا پوځي يرغل لويه تيروتنه وه

.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*