فرانس ۲۴ خبري څانگه:بهرني ځواکونه به په اتلسو میاشتو کې  له افغانستان څخه وځي

فرانس ۲۴ خبري څانگې  د ځینو طالب سرچینو له لوري خبر ورکړى دى بهرني ځواکونه به  د سولې هوکړې د لاسلیک په صورت کې په اتلسو میاشتو کې  له افغانستان څخه وځي.

فرانس ۲۴ خبري څانگې  ویلي چې د سولې هوکړې ټول مسایل نهایي شوي دي او د لاسلیک لپاره یې تیاری روان دی.

دغه طالب سرچینه وایي چې که له امریکا سره د سولې هوکړه لاسلیک شي نو د اتلسو میاشتو په اوږدو کې به بهرني ځواکونه له افغانستان څخه  وځي.

د سرچینې په حواله همدا راز به د لسو ورځو په موده کې بین الافغاني مذاکرات پيليږي چې په هغه کې به پر دایمي اوربند خبرې کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*