د بهرنيانو هوايي بريد له امله ملکي وگړي شهيدان شوي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ويلي دي ، د ننگرهار ولايت  په سره رود ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونو  د يو هوايي بريد له امله  ۸ ملکیان شهيدان شوي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د دغو هوايي عملیاتو موخه  دمخالفينو پلټنځی و، خو له بده مرغه برید کې ملکیان  شهيدان شوي

د سیمې یوه قومي مشر ويلي دي  شهيدان  شوي کسان ملکي خلک دي، چې د ننګرهار له یوې بلې ولسوالۍ خوږیاڼو نه بېرته د ستنېدو پر مهال یې ډاټسن ډوله موټر په نښه شوی دی.

د نوموړي په وینا په کې د یوه سړي درې زامن هم شامل دي.

بلخوا  طالبانو په یوه اعلامیه کې ويلي دي په دې هوايي بريد کې  ١١ ملکي وگړي  شهيدان شوي

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*