د ايراني پارسي ژبي ځينې دري اثار

‏ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

د ايراني پارسي ژبي ځينې دري اثار پرته له سيندګي لوستلاى نه شي لکه ‏شهر سمک کتاب ، دبيدل ديوان ، ‏دحکيم سنايي ديوان ګرديزي تاريخ ، ‏طبقات ناصري ما چې ليدلي او راسره دي څلور زره لغتونه له ايراني ‏پارسي ‏دژباړې سره دي او هغه همدغه څو کتابه دي چې ما ياد کړل نور ‏به نور وي ملک الشعرا بهار دسيستان دتاريخ په ‏شرح کې دزابلستان بيان ‏داسې کوي . زابلستان نام مملکت نيمرز که عبارت از سيستا زمين داور ، ‏توران ، غزنه ‏و قندهار تا کابل است بوده ولې در اينجا مراد از زابلستان ‏ناحيه است که شهر غزنين قصبه آن بوده و بعد اباد و ‏پايتخت سلاطين ‏غزنوي شده است ومحمود غزنوي را بدين جهت زابلستاني خوانده اند .‏
په همدغه تاريخ کې راغلي دي چې محمد بن مخلد هم سکزى بود مردى ‏فاضل بود وشعر نيز فارسى گفتن رفت .‏
په څرګنده وايي چې سکزى و په فارسي ويلو يې پېل وکړ او دغه شعر يې ‏ووايه‎ ‎
جز تو نزاد حوا وادم نکيشت شير نهادى بدل و برمنشگت
معجز پيغمبر مکى تويى به کنش وبمنش وبگويشت
فخر کند عمار روزى بزرگ من انم کم يعقوب کشت
په دې څو بيتونو کې چې ديعقوب ستاينه ده د زردښت خبره راغلې ده کنش ‏، کول ، منش ، منل ، گويشت ويل ښه ‏کول ، ښه منل او ښه ويل ‏دځوانمردۍ په برخه کې دا وايي که سړى وژل کيږي ديعقوب غوندې ‏سړي له لاسه دې ‏وي، ديعقوب ليث لومړى کار دا و چې خراسان يې په ‏سيستان پورې وتړلو سلطان محمود زابلي دغزني پورې ‏احمد شاه بابا ‏دکندهار پوري ، چې په نونسمې پيړۍ کې کله چې پښتونخوا انګليسانو بېله ‏کړه دهمدغو ‏انګليسانو پر هڅې خراسان هم بيل شو .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*