په ٢٠١٩ کال کې ۴۸۸ ښوونځي تړل شوي وو

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) ويلي دي ،په ٢٠١٩ کال په افغانستان کې د ناامنیو له امله ۴۸۸ ښوونځي تړل شوي او یا ويجاړ شوي دي. نوموړي ادارې په خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې د دغو ښوونځیو د تړل کېدو له امله ۱۵۰زره زده کوونکي، چې ۷۲زره یې نجونې دي له ښوونې او روزنې بې‌برخې شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د دغو ښوونځیو لویه برخه په اروزګان، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې موقعیت لري. اوچا ویلي، په ۲۰۰۲ کال کې شاوخوا یو میلیون افغان ماشومانو ښوونځیو ته لاسرسی درلود او په ۲۰۱۹ کې دا کچه ۸.۵ میلیونو ته ورسېده، خو په افغانستان کې روان تاوتریخوالي، بې‌وزلي او د ښوونځیو په نښه کول د دغه هیواد د پوهنې سکتور تر فشارونو لاندې راوستی دی. د اوچا د معلوماتو په اساس د دغو ماشومانو له شمېرې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، چې په ځینو ولایتونو کې دا شمېره تر ۸۵ سلنې ته رسېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*