یان ستولټنبرګ: د افغانانو ترمنځ خبرې سولې ته لار برابره وي

 د ناټو عمومي سرمنشي یان ستولټنبرګ ویلي، د افغانستان د ټاکنو پایلې او له امریکا سره د طالبانو د سولې مسلې له یوې او بلې سره ټکر کې نه دي او ناټو دسولې دخبرو ملاتړ کوي.

کله چې له ښاغلي سټولټنبرګ وپوښتل شول، ناټو ته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې مهمې دي او که سوله؟

د نوموړي ځواب دا وو چې زما لپاره، دا تناقض نه دی، باوري هم یم چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې هم دا موخه لري او د ناټو ملاتړ ورسره دی. موږ ددغو خبرو په اړه له امریکا سره له نژدې سلامشورې کوو، چې بین الافغاني خبرې پيل شي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې تلپاتې سوله د افغانانو له خپلمنځي خبرو پرته نه شي راتلی، چې په وینا یې په خپله افغانان باید د خپل راتلونکي په اړه یوه خوله او یو موټی شي نوموړي زياته کړې

ناټو پرېکړه نه کوي، د ناټو هېڅ ټلوال هم دا پرېکړه نه کوي، بلکې افغانان پخپله باید پرېکړه وکړي، خو زموږ هڅه دا ده چې د افغانانو ترمنځ خبرو او بحث ته لار برابره کړو، چې همدا سولې ته د رسېدو لار ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*