نیویارک ټایمز ورځپاڼه: ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړې ته چمتو شوى

امریکایي مقاماتو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړې ته چمتو شوى خو شرط يې دادى چې طالبان به  د تاوتریخوالي  کمولو ته ژمن وي  ټرمپ پدې شرط د طالبانو سره د سولې د موافقې لاسلیک کول تائید کړي دي. 

ټرمپ ويلي دي که طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پر اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي،  امریکا به له طالبانو سره د سولې هوکړه  لاسلیک کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ددغو امریکایي مقاماتو د نوم د ذکر کولو پرته رپوټ ورکړی چې ددې موافقې په لاس لیک کیدو سره ممکن د امریکا تر ټولو اوږده جگړه پای ته ورسیږي.

دغو مقاماتو نیویارک ټامیز ته ویلي چې د  ټرمپ مشروط منل د طالبانو له خوا په بشپړه توگه د تاوتریخوالي د کمولو د ژمنې پورې تړاو لري.

ورځپاڼې د یو امریکایي دیپلومات له قوله رپوټ ورکړی چې د اصولو له مخې د امریکا-طالبانو د سولې هوکړه  تر ٩٥ فیصدو پورې تائید شوې ده، خو ددغه مقام په وینا موافقه به تر څو نورو اونیو ېو پورې لاس لیک شي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*