مارک ايسپېر : د تاوتریخوالي کمښت پيل سره به دامريکايي ځواکونو وتل پيل شي

د امریکا ددفاع وزیر مارک ايسپېر ويلي دي  د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له کموالي سره هممهاله له افغانستان څخه  د خپلو ځواکونو ایستل پیلوي.

دا خبرې د امریکا ددفاع وزیر  د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې د خبرو پر مهال کړې نوموړي زياته کړې  چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو وړاندیز ورته کړی دی. مارک ايسپېر  وړاندې وایي، دوی دې ته په تمه دي چې هوکړه وشي او د تاوتریخوالي د کمولو له پیل سره سم به امریکايي ځواکونه هم له افغانستان وځي.

په ورته وخت کې ايسپر له سټولټنبرګ سره د لیدنې پر مهال دا هم ویلي چې ناټو او امریکا له افغان حکومت خپل ملاتړ ته ژمنه ده.

دده په وینا دواړه به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړه ادامه ورکوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به همکاري ورسره کوي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د بلجیم پایتخت بروسل کې  خبریالانو ته ویلd ، چې دی د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمیدو د وړاندیز په اړه د خپلو متحدینو سره سلامشورې کوي.

د امریکا د دفاع وزیر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د ممکنه هوکړې په اړه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې اوس مهال دی د اعلانولو لپاره نه لري.

اسپر وویل ” د تاوتریخوالي د کمیدو وړاندیز پر میز ایښی دی. زه دلته یم او د محتدینو سره یې په اړه سلامشورې کوم. له دې څخه څه زیات د اعلانولو لپاره نه لرم … زه په دې برخه کې د سلامشورو او زمونږ د دپلوماتیکو هڅو دمخه تاسو ته څه نشم ویلی

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*