لویې څارنوالۍ د پولیسو درې لوړ پوړي چارواکي پربند محکوم کړل

دافغانستان لویې څارنوالۍ د پولیسو درې لوړ پوړي چارواکي چې د مخدره توکو د قاچاق او پېرو پلور په تور نیول شوي وو، له یو کال څخه تر ۱۷ کاله پر بند محکوم کړل.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي ويلي د کورنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د کابل امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیر میان احمد لاس په لاس نیولی و چې اوس محکمې په ۱۷ کاله او ۳ میاشتې زندان محکوم کړی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند  وايي، د میان احمد درې نور ملګري د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیریت د کشف امر لمر په ۷ نیم کاله او دوه افسران نور الدین او محمد عیسی په یو نیم یو نیم کابل بندیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت ويلي  چې د کابل امنیه قومندانۍ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مدیر چې پخپله یې ټول ښار ته مخدره توکي رسول او اوس په لویه مافیا بدل شوی و، له خپلو دریو نورو ملګرو سره نیول شوی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*