د پوهنې وزارت: تر ۵۴ زره ښوونکو ته اړتیا لرو

د افغانستان د پوهنې وزارت ويلي دي، چې نوموړى وزارت  تر ۵۴ زره ښوونکو ته اړتیا لري دا وزارت وايي چې د ښوونې او روزنې د کیفیت په برخه کې له ستونزو سره مخ  يو

دمګړۍ په ټول افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه زدکوونکو ته دوه سوه دوه ویشت زره ښوونکي زدکړي ورکوي.

د غزني ښار کې ګڼ شمېر زدکوونکي په یوه کورس کې د زدکړو لپاره راټول شوي. ډېری دا زدکوونکي د غزني د ولسوالیو د لېسو او منځنيو ښوونځیو زدکوونکي دي. دوی له لیرې ولسوالیو غزني ښار ته راغلي دي.

دوی وايي، د ولسوالیو په ښوونځیو کې د مسلکي ښوونکو نشتوالی او د درسونو ټیټ کیفیت د دې سبب شوی، چې د ژمي په سړه هوا کې له ستونزو او ډېرو لګښتونو سره سره د ښوونځیو د مضمونونو درسونه په خپل لګښت په خصوصي کورسونو کې مخته بوځي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*