د بشرحقونو خپلواک کمېسیون:ښځې دافغان ځواکونو په لیکو کې ځورول کيږي

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون په خپل يو راپور کې ويلي دي د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځینه کارکوونکي  ځورول کيږي چې دا ورته ټکان ورکوي خبره ده

په راپور کې راغلي، زیات شمېر مېرمنو ویلي، چې د دندې پر مهال د خپلو نارینه همکارانو او کله هم قومندانانو له لوري ځورول شوې دي.

په راپور کې ۷ سلنه ښځو د جنسي ځورونو په اړه هم خبرې کړې دي، خو د افغانستان امنیتي او دفاعي بنسټونو د دغه راپور موندنې ردوي او وايي، په تېرو دوو کلونو د سمونونو په لړ کې یې دغه ستونزې پاموړ هوارې کړې دي.

د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسون د راپور له مخې، د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ډله کې ۴ سلنه یې ښځي دي.

راپور کې له دوه زره او ۲۷۲ ښځو سره چې په امنیتي لیکو کې دندې لري خبرې اترې شوې دي.

د بشر حقونو د کمېسیون موندنې ښيي چې اوه سلنه ښځینه منصوبینو ورته ویلي، له جنسي ځورونو سره مخامخې شوې دي.

نورو  ښځو بیا ویلي، چې د دندې پر مهال له ناوړه او تبعیضي چلند، طعنو او غوږوهنو سره مخامخې شوې یا هم د یولړ اسانتیاوو لکه د تشناب او کالیو بدلولو ځای د نشتون له امله ځورول شوې دي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*