دغه ښار ډير مبارک دى‎ ‎

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
کله چې د اوو هېوادونو پادشاه سلطان محمود زابلي وفات شو شهزاده ‏مسعود همدان ته نژدې وغوښتل يې چې ‏بغداد ترلاسه کړي نو دغزني په ‏لوري بيرته را وګرځيد چې نېشاپور ته ورسيد دخراسان مشران او کشران ‏دده ‏حضور ته راغلل په صفه تاج کې چې سره غونډ شول دلته بڼ و چې هم ‏دده دپلار سلطان محمود عليه رحمه ته دعا ‏وکړي او هم دده دپادشاهۍ ‏مبارکي ورکړي او بيعت وکړي .‏
سلطان مسعود دخراسان خلکو ته داسې وينا وکړه دغه ښار ډير مبارک دى ‏دغه ښار او د هغه خلک راباندې ګران ‏دي کوم کارونه چې تاسو زما لپاره ‏کړي نورو ځايو کې نه دي شوي څه چارې په مخه کې دي چې ژر به ‏ترسره شي
دخداى تعالى پر فضل به هغه تر سره شي بيا به دخراسان دخلکو کارونه ‏ترسره کړو او ځانګړې پاملرنه به وشي ‏اوس به دومره وشي چې امر ‏وکړو هغه چارې چې حسنگ کولې هغه دې ودرول شي او پخواني قواعد ‏دې عملي ‏شي .‏
کومې چارې چې حسنګ او ملګرو يې کولى پر هغو پوهيدو خو مونږ هغه ‏مهال په هرات کې وو څه نه شول کيداى ‏هره اوونۍ به دوه پلا دخلکو ‏شکايتونه اوريدل کيږي او هغه به په ازادې او پرانستې فضا کې وي ‏هرڅوک به ‏راځي او خپله خبره به بې ويرې کوي څو بشپړ نياوو ورسره ‏وشي پرته له دې کولاى شي لوى حاجب ته خپلې ‏ناخوالې ووايي مونږ امر ‏ورکړى چې جيلونه دې وکتل شي او د بنديانو له پښو دې زنځيرونه ليرې ‏کړي څو هغو ‏پر ډاډ دعدالت کارونه وګوري ويره ورسره نه وي او زمونږ ‏دراتګ په اغيز پوه شي .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*