یان ستولتنبرګ: هېله ده د سولې په چاره کې ژر تر ژره پرمختګ ولیدل شي

د ناټو سازمان عمومي منشي یان ستولتنبرګ ويلي دي هېله ده  چې د سولې په چاره کې ” ژر تر ژره پرمختګ ولیدل شي” او د ده په وینا د همدې موخې لپاره د ناټو غړو هېوادونو ترمنځ سلا مشورې روانې دي.

یان ستولتنبرګ پر خبره افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ ددې لپاره کوي چې طالبانو ته وښيي چې د جګړې له لارې بریا ته نه شي رسېدای او په کار ده چې (طالبان) په واقعي مانا د سولې لپاره جوړجاړي ته غاړه کېږدي.

یان ستولتنبرګ وویل، د همدې حل لارې موندلو لپاره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي ځکه په وینا یې:موږ فکر کوو او په دې قانع شوي یو چې د ناټو لپاره سولې ته د شرایطو برابرولو غوره لار د افغان ځواکونو ملاتړ، روزنه او مشوره ور کول دي، دوی ، طالبانو ته دا پيغام رسولی شي چې په جګړه کې ګټه نه شي کولی او په کارده چې د سولې خبرې وکړي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*