د امریکا مشرانو جرگه: امريکا دې هر ګام پر مسوولانه توګه اوچت کړي

د امریکا مشرانو جرگې  په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر شتون خبرې کړې دي. دوی په خپله یوه غونډه کې د افغانستان د چارو شنونکو او کارپوهانو ته هم بلنه ورکړې وه. د امریکا مشرانو جرگې  ویلي له طالبانو سره باید د سولې داسې هوکړه رامنځ ته شي چې د نږدې دوو لسیزو لاس ته راوړنې خوندي کړي. په ورته وخت کې د امریکا مشرانو جرگې  ته ورغلو کارپوهانو ویلي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل خورا خطرناک اقدام دی. دوی ویلي چې په افغانستان کې د ګاونډیو  لاسوهنه، د طالبانو جګړه ییز وضعیت، داعش ډله، القاعده شبکه او نور مسایل هغه څه دي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پیاوړي کېدای شي. د سنا غړو هم د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له امریکايي حکومت یې غوښتي چې هر ګام په پوره مسوولانه توګه اوچت کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*