په کابل کې بريد شوى

د کابل ښار د پنځمې حوزې په اړونده سيمه کې برید شوی دی. لومړني راپورونو له مخې د بريد له امله  پنځه کسان وژل شوي او۱٢ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ويلي دي ، یو تن چې په ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي و په سیمه کې ځان ته چاودنه ورکړې چې له امله پنځه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په وژل شوو کسانو کې درې تنه امنیتي ځواکونه او دوه ملکي وګړي او په ټپیانو کې پنځه ملکي وګړي او اووه امنیتي سرتېري شامل دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه  برید څلور د ملي اردو سرتیري او یو ملکي وګړي وژل شوي او پنځه امنیتي سرتیري او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

د عیني شاهدانو په وینا دغه  برید په قمبر څلور لارې کې د مارشال محمد قسیم فهیم پوځي پوهنتون د قراول مخې ته شوی دی.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*