د کډوالو چارو وزارت:د کډوالو ستنېدولو  په نوم مو طرحه جوړه کړې

د کډوالو چارو وزارت وياند عبد الباسط انصاري ويلي دي  له سولې وروسته د کډوالو ستنېدولو  په نوم طرحه جوړه کړې چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ موده کې به پلې شي او له مخې یې د پنځه ميلیونه کډوالو د ستنېدو لپاره تابیا نیول کیږي.د کډوالو چارو وزارت ویاند عبد الباسط انصاري زياتوي  دا طرحه د سولې په برخه کې شویو پرمختګونو ته په پام د نړیوالې مرستندویه ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو سره په ګډه جوړ شوې ده.

د انصاري پر خبره  نړیوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې چې له ستنېدونکو کډوالو سره به مرسته دوام ولري. د کډوالو چارو وزارت ویاند وايي اوس ستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې ویش لړۍ چټکه شوې او په کابل او هرات ولایتونو کې یې ویش پيل شوی دی.

خو که د سولې هڅې هغسې چې تمه کیږي پایلې ونه لري نو بیا به ددې طرحې برخلیک څه وي؟ ښاغلي انصاري ددې پوښتنې په ځواب کې وویل: ” دا پلان ډېر مؤثریت لري که سوله تامین هم نه شي نو نړیواله ټولنه مرستې کوي، خو امیدواره یو چې ژر تر ژره د سولې شاهدان اوسو. ”

د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه پاکستان او ایران د افغان کډوالو لوی کوربانه دي، په پاکستان کې شاوخوا درې ملیونه او په ایران کې شاوخوا یو نیم ملیونه کډوالو میشت دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*