د ایران د برید له امله ۱۰۹ امريکايي عسکرزيانمن شوي

د امریکا پر نظامي اډه د برید پر مهال د زیانمنو شوو امریکایي سرتېرو شمېر ۱۰۹ کسانو ته رسېدلی دی.

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې له دې ډلې ۷۶ یې بېرته تر درملنې وروسته خپلو دندو ته ور ګرځېدلي دي. ایران د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته په عراق کې د امریکا نظامي اډې په نښه کړې.

هغه مهال امریکايي چارواکو ویلي وو چې سرتېرو ته یې کوم زیان نه دی اوښتی،

خو اوس دفاع وزارت وایي چې ۱۰۹ کسانو خفیف مغزي جراحت او زیان ليدلی دی.

پنټاګون وایي چې له دې ډلې د ۷۶ کسانو درملنه شوې او بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي. ایران بیا هغه مهال د ګڼو امریکايي عسکرو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*