امريکا په افغانستان کې خپل پوځي لگښت ټېټې کچې ته رسوي

د دفاع وزارت “پنټاګون”  پتېلې چې په نوي مالي کال کې به په افغانستان کې خپل پوځي لګښت په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو ټېټې کچې ته ورسوي.

د دفاع وزارت “پنټاګون” د څرګندونو له مخې به په نوې کلنۍ بودیجه کې په افغانستان کې د امریکا پوځي لګښت د روان مالي کال پرتله درې میلیارده ډالره راکم شي.

په سږني مالي کال کې چې په راروانه سېپټمبر میاشت کې پای ته رسي په افغانستان کې د امریکا پوځي لګښت ۱۷ میلیارده ډالر دی چې په راروان کال کې به ۱۴ میلیاردو ډالرو ته راټیټ شي.

پنټاګون ویلي دغه وړاندیز یې ځکه کړې  چې په افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر راکموي. واشنګټن پر افغان جګړه خپل لګښت پر داسې مهال راټیټوي چې په ټوله کې په نوي مالي کال کې د امریکا د دفاعي بودیجې د لوړولو وړاندیز کړی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*