پکتيکا او خراسان

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
زمونږ زلمي ليکوال او هغوي چې په خبره پوه دي څو مسايلو باندې شکي ‏دي په دې ليکنه کې غواړم ، چې هغه ‏راڼه او ښکاره شي .‏
لومړى درې ژبه او دوه يم خراسان
درې ژبه په لومړي سر کې داسې نه وه لکه چې اوس ده مونږ نه يواځې ‏درې ژبه لرو دري خيل هم لرو
دوه يم خراسان او پښتونخوا دوه وزرونه دي چې افغانستان تل په تاريخ کې ‏پر دي دوه وزرونو الوتنې کړيدي چې ‏وروستيو کې به پرې ټينګې خبرې ‏وشي .‏
داخبره مو وکړه چې دري په لومړي سر کې داسې نه وه لکه چې اوس ده ‏دپکتيا او پکتيکا په لرغوني مهال کې ‏دولايت نوم نه بلکې دهېواد نوم و ‏هيرودت هم پکتيا ‏pactyeia‏ هېواد ګڼلى دى
دسکندر په يادونو کې ډيره عجيبه خبره داده چې کوم خلک چې ده په بين ‏النهرين (عراق او سوريه ) کې ليدلي ‏هاغه يې دسند په حوزه کې هم ليدلي ‏دي
‏. هيرودت بيا داخبره کوي چې دباختر او پکتيکا خلک يو شاني دي دپرسيا ‏په کتاب کې دتورې بحرې شا او خوا ‏خلک دپکتيا له خلکو سره يو ګڼل ‏شويدي .‏
‏١- دهيرودت تاريخ تر ميلاده ٤٥٠ کاله پخوا خبرې کوي .‏
‏٢- سکندر بيا تر ميلاده ٣٢٣ کاله پخوا کړي چې تاين بي په خپل کتاب کې ‏راوړې ده .‏
‏٣- پر سيا چې ‏J.M Cook‏ چې م کوک ليکلي د ‏Folio society‏ له خوا ‏لندن کې په ٢٠٠٢ م کې چاپ شويدى دا ‏دري واړه کتابونه په نړۍ کې ډير ‏لوستونکي لري او ليکوال يې په تاريخ کې نوميالي دي .‏
دري څه ډول ژبه ده ؟

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*