په چین کې کرونا ویروس له امله پر یوه ورځ ۹۷ تنه مړه شوي

په چین کې کرونا ویروس  له امله په  یوه ورځ  کې ۹۷ تنه مړه شوي  چې دا یې تر ټولو زیاته مرګونې ورځ وه، په دې ناروغۍ د ککړو کسانو شمېر له ۴۰ زرو واوښت. د چین دولت وویل، شاوخوا ۳۲۰۰ ککړ کسان یې له روغتونونو رخصت کړي دي.

بیجېنګ ويلي دي چې د کرونا ویروس له امله د مړه  شویو شمېر ۹۰۸ تنو ته ورسېد او له ۹۰ سلنو زیات یې په وهان کې مړه شوي دي. چین همدارنګه وايي  چې په دې ویروس ۱۸۷,۵۱۸ اخته کسان درملل کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*