په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اوسېدانې ٤٠تمه کاليزه نمانځل کيږي

په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت او يو نيسيار په مرسته ،په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدانې ٤٠ تمه کاليزه د يوې نړيوالې دوه  ورځنۍ غونډې په ترڅ  کې نمانځل کيږي

دا غونډه به د فبرورۍ پر ١٧-١٨ وي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې عاېشې فاروفي ويلي دي دا نړيواله غونډه به د پاکستان لومړى وزير عمران خان پرانيزي

دې غونډې ته  د ملگرو ملتونو  د سترې کمشنرۍ مشر فلیپو ګراندي  او ٢٠ هغو هېوادونو استازي رابلل شوي چې له افغان کډوالو سره په دې ٤٠ کالونو کې مرستې کړي ،  هيله ده چې په دې غونډه کې د پرمختيايي بانکونو استازي هم برخوال وي

په دې غونډه کې به  په پاکستان کې د افغان کډوالو پر راتکوونکي برخليک خبرې کيږي

په هم دې حال کي افغانستان کي ملګرو ملتونو د کډوالو چارو بنسټ شمېرې ښیې چي پاکستان کي دوه ملیونه ۴۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي.

پاکستان کي د ميشتو افغان کډوالو له ډلي یو ملیون او ۳۰۰ زره یې د اوسېدلو اسناد لري او یو ملیون ۱۰۰ زره نور یې ناثبت سوي دي.

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې د ۴۰ کالو پوره کېدو له امله د هغوی پر وضعیت د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ یا«UNHCR» په همکارۍ دوه ورځنۍ غونډه جوړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت  په یوې خبرپاڼې کې ویلي دغه غونډه  چې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه په اسلام اباد کې جوړیږي، د دغه هیواد د لومړى وزير  عمران خان لخوا به پرانیستل شي.

د  خبرپاڼې  له مخې په یاده غونډه  کې به د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ د رئیس ترڅنګ، حکومتي چارواکي او د شااوخوا ۲۰ هیوادونو وزیران او لوړپوړي چارواکي برخه واخلي.

خبر پاڼه وايي، دا هغه هیوادونه دي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاس نیوی کوي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي:” ددغه  غونډې  په یو ډېر مهم پړاو کې چې په افغانستان کې د سولې هڅې هم د پرمختګ په حالت کې دي جوړیږي.

ټاکل شوې په دغه غونډه  کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت، هغوی ته پر متوجه ګواښونو، له هغوی سره د مرستو سربېره په خپلې خوښې هیواد ته د ستنېدو په اړه خبرې وشي.

د کډوالۍ د نړیوالې  ټولنې د معلوماتو په اساس دا مهال په پاکستان کې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ۱.۳ میلیونه یې ثبت او ۱.۱ میلیون یې نه دي ثبت شوي.

د کډوالۍ د نړیوالې ټولنې ویلي چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ جنورۍ میاشت کې ۶۷۹ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي چې ۶۶۵تنه یې  يې ستانه شوي دي

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د دغه هیواد په دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې ۴میلیونه افغانان د اوسېدو په قانوني اسنادو او له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*