شاهين: طالبانو د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او خليلزاد سره کتلي

طالبانو  د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین  ويلي دي ، د قطر په  دوحه کې د طالبانو  استازو د قطر د بهرنیو چارو له وزیر او د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره تېر ماښام ليدلې دي  د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دواړه لوري د سولې خبرو پر پایلو او راتلونکو ګامونو غږېدلي. شاهین خپل ټوېټر کې زیاتوي، د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ پلاوي له امریکايي او قطري چارواکو سره د سولې بهیر د راتلونکو ګامونو په هکله پر هغه څه غږېدلی چې نوموړي مهم موضوعات بللي دي.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*