د افغانستان ټاکنو کمېسیون:ور رسېدلي معلومات نېمګړي دي

د افغانستان ټاکنو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون پریکړه ور رسېدلې خو لیږل شوي معلومات نېمګړي دي او له دې کمېسیونه یې غوښتنه کړې چې نورو اجراتو لپاره ځینې مسایل روښانه کړل شي.

د ټاکنو کمېسیون ویاند مرزا محمد حق پرست ویلي  د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون شپږ پرېکړې دوی ته رسېدلې خو دده په وینا دغه کمېسیون ته بېرته لیک استول شوی او د شویو پرېکړو  جزيیات او ضمیمې  غوښتل شوې دي.

حق پرست وايي د ټاکنو کمېسیون د ارزونې کمېټې په رسمي توګه کار پيل کړی تر څو معلومه کړي چې  کوم مرکزونه او محلونه تفتیش او بیا شمېرنې ته اړتیا لري، کوم یوازې تفتیش او کوم یې ځانګړي تفتیش ته اړتیا لري.

د ټاکنو کمېسیون ویاند زیاتوي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د پریکړو د تطبیق لپاره د دوی له خوا استول شوي معلومات کافي نه دي، حق پرست د بېلګي په توګه د ۱۳۷ زره رایو په اړه پرېکړې ته په اشارې سره وايي چې په پرېکړه کې د ځینو محلونو د بیا شمېرنې غوښتنه شوې، خو دا یې نه دي ویلي چې ” کومه نمونه یې تفتیش او بیا وشمیرل شي په کومو مرکزونو او کومو محلونو کې بيا وشمېرل شي

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*