سپینې ماڼۍ: په افغانستان کې د کوکنارو کرنه کمه شوې

د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې په افغانستان کې د تریاکو د تولید په اړه خپله کلنۍ ارزونه ښکاره کړې ده

دغې ارزونې کې چې تازه  خپره شوې په کې  راغلي چې د تېرکال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کرنه کمه شوې خو د خالصو تریاکو تولید زیات لا هم زیات دی.

د سپینې ماڼۍ د مخدره موادو د کنټرول د ملي تګلارې ادارې  ويلي  چې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د کوکنارو کښت ۲۸ فیصده کم شوی دی. تېرکال په ټول افغانستان کې په ۱۶۰۰۰۰هکتاره ځمکه کې او په ۲۰۱۸ کې بیا ۲۲۱۰۰۰ ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو. په ۲۰۰۸ کې په افغانستان کې ۵۵۵۰ ټنه خالص تریاک تولید شوي وو خو په ۲۰۱۹ کې دا اندازه ۶۷۰۰ ټنه اټکل شوې ده. دا ارزونه وايي چې په بازارونو کې د تریاکو د بیو کموالي د کوکنارو کښت کم کړی خو ښې آب او هوا او د حاصلاتو لپاره مناسبو شرایطو د تریاکو بالقوه تولید زیات کړی دی.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*