اصلي خبره څوک نه کوي

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد

په کوم هدف چې جګړه کيږي هغه هدف بويه پاک او سم وي دروسيې ملت په هغه مهال کې دافغانستان جګړه سمه نه بلله دامريکې ملت هم دا نه غواړي دپاکستان دکورنيو چارو وزير شيرپاوه چې ويلي يې دي ملت پال په افغانستان کې د طالبانو پلوي کوي ده بشپړه خبره نه ده کړي چې دپاکستان پښتانه ياد کړي داسلام خبره هم ده، دبشر دحقوقو خبره چيرته ده ؟ جګړه هم اصول لري

اصلي خبره څوک نه کوي په دغې سيمې کې چين ، روسيه ، ايران او هند هم شته هغوى په ښکاره که امريکې سره هو کوي بيا دملي او سياسي ګټوپه برخه کې خپلو ګټو ته ګوري ځمکني سياستونه لري دا چې چاړه پر پښتانه ايښودل شويده دوى دا نه وايي دترورست نوى نوم دى القاعده چې افغانستان او پاکستان کى دي ؟ پښتانه له القاعدې سره خوا خوږي نه لري .ځکه دالقاعدي مسايل بېل دي او دپښتنو بيل دا يواځې دشوروي اتحاد ديرغل پر مهال و چې داسلام موضوع مطرح شوه او هغه اوس نشته که بيا هغه مطرح وي نو يواځې پښتانه مسلمانان نه دي نور مسلمانان ډير دي يو احصائيه دې واخيستل شي چې څومره دعام خلک وژل شوي او سرګردانه شوي بيا به څرګنده شي چې ډير څوک ژوبل شويدي .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*