دپښتنو وژل او کډه کول

ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد
دبي بي سي دچنگاښ دڅوارلسمې خبر و چې ائتلافي او ‏حکومتي عسکرو پنځه ديرش طالبان په هلمند کې ددوى پر ‏وينا چې طالبان هلته پنډ ول هغه يې بمباد کړي يو شمير خلک ‏يې دطالب پر نوم وژلي او خلک له سيمې کډه شوي . ‏
بيا هه مهاجرت دى چې دروسانو په ښکېلاک کې و کوم مهاجر ‏چې له ايران او پاکستان څخه راغلي وه دبيرته تلو په هڅه کې ‏دي څوک نه پوهيږي څومره وژنې تر کله وژنې ؟ ‏
دشرم خبره ده چې دومره واړه ځاى کې دومره درانده عمليات د ‏څۀ لپاره دي هيڅوک دا پوښتنه نه شي کولاى چې خلک خپل ‏کورونه پريږدي ښځې او ماشومان وژل کيږي . دا سوله ا منيت او ‏بيا رغاونه ده ؟ ‏
په همدغه حال کې صبغت الله مجددي کندهار کې دپخلاينې ‏لپاره تللى دپخلاينې خبرې هلته کيداى شي چې اور بند وي ‏دانګلستان صدراعظم وايي دا هلمند ډير خطرناک ځاى دى دا ‏ځاى خو تاسې ليدلى و . ‏
دوى غواړي نور عسکر وليږي درې زره عسکر هلته دي زر نور ‏چې وليږي څلور زره کيږي له کاناډايې او هالنډي عسکرو سره ‏به لس زره راشي بيا وايي چې امريکايي او افغان عسکرو سره ‏لس زره دى خو اټکل کيداى شي چې شل زره وي له ډيرو ‏پرمختلليو وسلو سره په پاکستان کې دوه يم اکثريت وروسته له ‏پنجابه پښتانه دي . دپاکستان مسلمان ملت او هغوي پوهيږي ‏پښتانه تر ټولو په اقتصادي بڼه ناتوانه دي د هغوي زړه پرې ‏سوځي که څه هم دراني پښتانه د طالبانو مخالف دي خو عام ‏پښتانه په هغه پسې نه گرځي پښتون يوپښتون دى زور او ‏کمزورى نه گوري ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*