په پکتیکا کې دزرګونو کسانو  له خوا لاريون شوى

په پکتیکا ولایت کې  دزرګونو کسانو  له خوا د نامعلومه وسله والو له لورې د دوو هټیوالو د وژنې په غبرګون کې لاریون شوى  او د مرکز ښرنې بازار یې تړلی و. وژل شوي کسان چې په ښرنه کې یې قصابي لرله او دواړه ورونه و  کور ته پر لاره و چې ووژل شول. د وژل شویو کسانو پلار حاجي لعل خان وویل دوی شخصي دښمني نه لري او وژونکي غله دي. ځايي مشر او د لاریون ګډونوال کلام خان ویلي  په دې لاریون کې زرګونه کسانو برخه لرله. دده په وینا “لاریون کوونکو د ښرنې ټول بازار تړلی او تر هغه به تړلی وي تر څو د دې کسانو وژونکي د خپل عمل په سزا نه وي رسېدلي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*