پاپا فرهاد : مونږ هنګامه غوښتونکي نه يو،  خداى ، وطن او ملت غواړو

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

په يوې غونډې کې چې دبابر په بڼ کې ترسره شوه او هغه د خان عبدالصمد خان په بيرته بندي کولو شوې وه پاپا فرهاد داسې وويل مونږ هنګامه غوښتونکي نه يو خداى ، وطن او ملت غواړو .

اوس بيا دميرويس نيکه خبره ده مونږ مسلمانان يو دين ، ناموس او خپلواکي غواړو هغه داسې مهال و چې ختيځ افغانستان دمغلي هند په لاس کې و لويديځ افغانستان دصفوي ايران او شمال دماورالنهر دخانانو .

دين ، ناموس ، خپلواکي او عدالت د ټولو لپاره

دميرويس نيکه ددغه شعار لاندې ازبک ، تاجک ، پښتانه ، بلوڅ راټول شول په ايران کې عرب، ارمنيان ، ترکان ، قزلباشان ، زردښتان راغونډشول له …. او …. په عراق کې تر بلوچستان او سند پورې يوه امپراتوري جوړه شوه له روسانو سره په شمال دايران کې له ترکيې سره په لويديځ کې او په جنوب کې انګليسان ، هالنديانو سره دهر مز په جزيرې کې جګړې وشوې او پرې څيړنه وشي څو خبرې په لاس راځي دافغانستان ځمکنې سياسيت او ملي فلسفه چې عدالت وي تاريخ به مو تل روښان او ځلاند وي .

مونږ چې خپلواکي واخيسته امريکا ويده وه له همدې مهاله اروپايان دافغان پر مطالعې اخته شول دجان ويلر پر وينا دافغان دماتولو لپاره کمزورى لويدلي منحط افغانان يې وموندل او په خپلو کې يې واچول له داسې کړاو سره يې مخامخ کړو چې دخوشحال خان خبره

که کښېنم ننګ او نامو س ځي

که پاڅم پاڅي توپان

خوشحال خان هم دپښتنو حکيم دى

څومره چې انګليسان پر شکسپير نازيږي مونږ پر ده وياړو

ما په ننګ دپښتانه ځوانان قربان کړل

بيا مې غوره غوره جمع ښه ځوانان کړل

ځينې مړه ځينې ژوندي له ما جدا شول

زه جلا په غاړه غرونو په ارمان کړل

سږ خوا دا په خوشحال وشو بيا تر کاله

ګوره څه رنګه ښکاره شي دسبحان کړل

په امريکې کې پر هغو چارو هم بحث روان دى کومې ناروا وي چې امريکايې عسکرو په عراق او افغانستان کې کړي دي دغه بحث دى چې دلويديځ مدنيت وحشي بولي

داټولې نيمگرتياوې چې سره يوځاى شي لويديځ مدنيت انساني نه بلل کيږي اوبدرنگه مدنيت دى چې افغانان ترې کرکه لري

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*