د امريکې دخپلواکۍ ورځ

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد
د ٢٠٠٦ دجولاى څلورمه د ١٣٨٥ لمريز کال دچنګاښ ‏ديارلسمه دامريکې دخپلواکۍ ورځ ده چې پر ډيرو خوشحاليو ‏او دلوبو ، رسم ،ګذشتو ،نڅاوو اوسندرو نمانځل کيږي . ‏
په کابل کې ديو بم پر چاودنې شپږ تنه ټپيان شول په عراق کې هم ‏ډير خلک ووژل شول . ‏
چا ګټلې خپلواکي ده او څوک يې په ګټلو کې دي امريکايانو هم ‏له‎ ‎ا نګليسانو خپلواکي اخستې ده او افغانانو هم افغانستان ‏کې دا څلورم ځل دى چې انګريزان راغلي دي پرون هم دوه تنه ‏انګريزان او يو ژباړونکى هلمندکې وژل شوې وه . ‏
مونږ بويه دا ومنو چې په افغانستان کې خاين افغانان په هر ‏تيري کې مخکې شويدي په لومړي افغان انګليس جګړې کې ‏دويمې کې له روسيې او امريکې سره دا زمونږ ماتې نه ده ددغو ‏افغانانو ده چې دڅو روپو يامنصب لپاره دين ، ناموس او ‏خپلواکي له لاسه ورکوي ژوند په دې دريو لوړو عقايدو او او ‏اصولو څوک نه اخلي او دهغه لپاره بيعه نه ټاکي
‏. دامريکې رسمي ژبه انګلسيي ده انګليسان په دې وياړي چې د ‏دوي انګليسي دشکسپير ژبه ده چې دامريکې ، کاناډا او ‏آسټراليا تر انګليسي لوړه ده کله چې ١٨٤٠ م کې انګليسان ‏افغانستان ته راغلل سردارانو وليدل چې شاه شجاع انګليسانو ‏راوست امير دوست محمد مکناټن ته په ناوړه صورت تسليم شو ‏کله چې روسان راغلل خلق او پرچم يې راوستل کور ، کالي ‏ډوډۍ ددوى شعار و . ‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*