دافغانستان او عراق جګړه څوک نه غواړي

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

د شورا يا ولسي جرګې غړي وهل خوري خپلو کورو ته تلاى نه شى وژل کيږي ټول او څار او په نخښه خلک  دي وزيران هم داسې دي داڅه عيش و چې تاسو وکړ خدمت خو دامريکې په غېږ کې ناست ماشومان نه شي کولاى .

دغه دامريکې اوسنى جمهوري پلوه حکومت په امريکې کې دختمېدو په حال کى دى دافغانستان او عراق جګړه څوک نه غواړي . دا مصرف اقتصادي او انساني نه دى .

دکرکې او نفرت هوا دامريکې او اروپا وحشت ککړه کړې چې دامريکې اروپا خلک پرې پوهيږي دا دوحشت يوه دوره ده تېريږي دخواشينۍ خبره داده چې د څو ډالر پالو ، بې عزتو ، سپين سترګو ، بې ديانتو ، بې غيرتو او مريي خويو نارينه و او ښځو لپاره دافغانستان خلک کړيږي .

په پښتو کې دپند او نصيحت اشعار ډير دي خو رحمان بابا پر ملنګي دهر چا خوښ دى

وګورئ دا بيتونه څوک يې مخاطب دي ؟

دذرې په څير آفتاب په طلب خپل کړه

لکه تيږه هسې پروت په زمين مه شه

کار په لستوڼي نه کيږي بې لاسه

لاس په ږيره کړه بې لاسه آستين مه شه

په خپل کور کې دې سفر دى که پوهيږي

مسافر دهندوستان او دچين مه شه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*