ډاکټر زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسيدلى

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ډاکټر زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې د بحث لپاره نن اسلام اباد  ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې سرچینو  ویلي  چې ټاکل شوې ډاکټر خلیلزاد د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر وغږیږي. تر دا مهاله د پاکستان حکومت او خپله زلمي خلیلزاد پاکستان د نوموړي د سفر په اړه تبصره نه ده کړې.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*