په صوابۍ کې دپوليو دوه کارکوونکې وژل شوي

د خيبر پښتونخوا پوليسو ويلي دي د صوابۍ پارمولي سيمه کې د پوليو يا ماشومانو ګوزڼ پر وړاندې د مبارزې ډلې دوه کارکوونکې وژل شوې دي.  د دې سيمې د پوليسو د مشر په وينا نامعلومو وسله والو د پوليو پر کارکوونکو داسې وخت بريد کړی، چې دوی کورپرکور ماشومانو ته د واکسين ورکولو پر دنده وتلې وې.

دې بريد کې يوه ښځينه کارکوونکې د پېښې ځای کې وژل شوې، او بلې یې بيا د ټپونو له امله د پېښور لېډي ريډنګ روغتون کې ساه ورکړه.

د پوليسو چارواکو په هغه سيمه کې چې دا پېښه شوې د پوليو کارکوونکو لپاره ډېر خطرناکه سيمه نه بلل کېږي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*