عمر دراني:ټول متقاعدین بایومټریک کوو

د افغانستان د مالیې وزارت د تقاعد خزانې ریاست مشر د متقاعدینو د ملي ورځې په مناسبت ويلي دي ، چې ټول متقاعدین له سره بایومټریک کوي.

دغه ریاست ویلي، له دې وروسته به په هرو درېیو کلونو کې یو وار د ټولو متقاعدینو او وارثینو یې هویت د نوي بایومټریک سیستم له لارې ثبتېږي.

چارواکو له دې چارې موخه متقاعدینو ته چټک چوپړونه او د بهیر روڼوالی یاد کړی دی، خو متقاعدین دغه پروګرام ته هیله من نه دي چې د دوی ستونزې دې حل کړي.

د رسمي شمېرو له مخې، ۱۵۴زره متقاعدین له افغان دولت سره ثبت دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*