د کرونا ویروس خپریدل نړیوال بیړنۍ حالت وگڼل شو

د روغتیا نړیوالې ټولنې  د یو اوږد بحث وروسته په چین کې د کرونا ویروس خپریدل یو بیړنی روغتیايي حالت وگاڼه

روغتیا نړیوالې ټولنې  تر اوسه پورې د دغه اقدام ځنډولی و خو وروسته له هغې دغې پریکړه ته مجبور شو چې په چین کې ددغه ویروس له کبله د وژل شويو کسانو شمیر ۱۷۰ تنو ته ورسید او د نړۍ په ۲۰ هیوادونو کې نښې نښانې ولیدل شوې.

روغتیا نړیوالې ټولنې یواځې”ډیر جدي او ځانګړي حالتونه“د نړیوال بیړني حالت په نوم اعلانوي چې موخه یې راولاړې شوې ستونزې ته د نورو هیوادونو پام اړول او د حل لارو لپاره ګډې مبارزې باندې تاکید وي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*