د بښنې نړيواله ټولنه: د هوايي بریدونو له امله ملکي مرګ ژوبله زياته شوې 

د بښنې نړیوالې ټولنې ويلي دي  چې د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ملکي افغانان د جګړو د ادامې له امله ځپل شوي دي. د امنسټي انټرنشنل له‎ خوا په هغه کلني راپور کې چې تازه خپور شوی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یا یوناما په استناد راغلي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۳۶۳ ملکیان وژل شوي دي او ۵۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د بښنې نړيواله ټولنه  وايي چې د هوایي عملیاتو او د پلټنې د عملیاتو پر مهال چې حکومت پلوه ځواکونو کړي، ملکي تلفات زیات شوي دي.

د جنوبي اسیا لپاره  د بښنې نړيوالې ټولنې مرستیال مشر عمر وړایچ وایي، په ۲۰۲۰ کال کې باید نړیوال د افغانستان د شخړو په برخه کې بې‎ تفاوته پاتې نه شي او د افغانانو حمایت وکړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*