داټوکه اوس په حقيقت بدله شوه

ارواښادقدرت الله حداد فرهاد

د ١٣٨٥ کال دغبرګولي له اتمې وروسته حالاتو وښودله چې کار دچا و او پر کوم هدف کابل کې برهان الدين رباني په ارګ کې و ، ويلى يې ول تر هغې چې طالبانو دارګ په ديوالونو رپى نه وي ايښى ارګ نه پريږدم په امريکې کې  دجمهور رئيس دګرانښت وخت به پوره شي بيا به روان وي په افغانستان کې داسې نه ده توپک خبرې کوي او هر سړى به په زوره ايستل کيږي

خلک

کرزى په بغلان کې دا وويل چې امريکا نه يم پريښى بغلان ته امريکايانو راوستم پلخمري ته چا بوتلم دى بايد په دې پوه وي چې خلک دا غواړي امريکايان او اروپايان دې دلته او هلته ونه ګرځوي ته دزمري اولاد يې پخپله ګرځه او خپل هېواد دې دى په افغانستان کې که دهر چا خبرې ته سړى غوږ ونيسي بيا پنجشير ولايت کيږي .

دمسعود نابالغ ځوي ډګر جنرال پخپله مسعود ملي اتل داد خربوزې هېواد دى دافغانستان په لرغونو کيسو کې راغلي وه چې دخربوزې دښار يوه ځانګړتيا د اوه چې دټولو شيانو نرخ يو و که لرګي اخلې که غوړي که سره اخلي او که ژيړ بل دا چې که غل چا په خپل کور کې وواهه دکور خاوند ګرم دى نه غل

داټوکه اوس په حقيقت بدله شوه

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*