الکوزى:پانګوالو د ناامنیو له امله خپلې پانګې له افغانستان څخه  ویستلي

د سوداگرۍ او صنايعو خونې  مرستيال خان جان الکوزي  ويلي دي  په يوه کال کې۸۰۰ افغان سوداګر ترکيې او ازبکستان ته تللي او هلته يې پانگونې کړې دي. د دوی په خبره په يوه مياشت کي ۲۵ تنه سوداګر تښتول شوي دي. په افغانستان کې د غلاوو او تښتونو د پېښو زياتوالي، سوداګر او شتمن خلک سخت اندېښمن کړي دي. د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي ويلي، چې په روان لمريز کال کي تقريباً ۸۰۰ سوداګر له افغانستانه وتلي دي. د الکوزي په خبره، دغه رقم د هغوی د اسنادو پر اساس ثبت شوی دی. نوموړی وايي نا ثبت شوي ارقام تر دې هم زيات دي. د هغه په خبره تښتونو او غلاوو د پانگوني کچه ډيره راښکته کړې ده

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*