اروپايي پارلمان د بریتانیې وتل ومنل

اروپایي پارلمان په غوڅ اکثریت له اروپایي ټولنې د بریتانیا له وتل منلي دي  د اروپایي پارلمان ۶۲۱ تنو موافقه او ۴۹ غړو مخالفه رایه ورکړه، نږدې ۱۳ وکیلانو ممتنع رایه کارولې ده.

د بریتانیا او اروپایي ټولنې ترمنځ به د راتلونکې همکارۍ لپاره خبرې اترې تر دې وروسته دوام وکړي.

بریتانیا هڅه کوي چې د ۱۱ میاشتو په ترڅ کې له اروپایي ټولنې سره د سوداګرۍ په برخه کې یو هر اړخیز تړون وکړي.

بریتانیا لومړی هېواد دی چې وروسته له ۴۷ کلونو د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو له سیاسي اقتصادي ټولنې وځي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*