په چین کې کرونا ویروس مخ پر خپريدو دى

په چین کې د خونړي کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷۰ او په دې ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۷۱۱ ته رسېدلی دی

.اوس په تبت او د چین ټولو سیمو ته د دغه ویروس د رسېدو خبرونه خپاره شوي.

په دې ویروس عفونت ۱۶ نورو هېوادونو ته هم غځېدلی دی.د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او کې د روغتیايي بېړنی حالت مشر وايي، له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ټوله نړۍ باید خبرداره واوسي.

ډاکټر میکایل ریان د ویروس مخنیوي غبرګون لپاره د چین ستاینه کړې. نوموړي ويلي دي ویروس لویه ننګونه ده، خو غبرګون خورا په پراخه کچه دی. 

د روغتیا نړیوالې ټولنې چارواکي   د دې لپاره غونډه کوي چې ایا د دغه ویروس له کبله په نړیواله کچه د روغتیا بېړنی حالت رامنځته شوی، که نه؟

کرونا ویروس لومړی د چین له وهان ښاره خپور شو، خو وروسته ټول چین او د تایلنډ، فرانسې، امریکا او اسټرالیا په ګډون د نړۍ ۱۶ نورو هېوادونو ته هم رسېدلی.

د روغتیا نړیوالې ټولنې  عمومي منشي ټیډروس ادهانوم چې روانه اوونۍ یې چین ته سفر کړی  ويلي ، ډېری هغه کسان چې په ویروس اخته شوي، برسېرن علامات لري، خو په پنځو کسانو کې نژدې یو کس د نمونیا یا بشپړې ساه لنډۍ په څېر سختې علامې لري.

نوموړي زیاته کړه، د روغتیا نړیوال سازمان سخت پښيمانه دی، چې په نړیواله کچه یې تېره اونۍ د ویروس په تړاو د لوړ پر ځای د متوسط خطر خبرداری خپور کړ.

بل لور ته سلګونه بهرنیان له وهانه ایستل شوي، چې لومړی ځل دغه ویروس پکې خپور شو. پر دې ویروس د اخته کسانو شمیر او له امله یې د مړو شویو شمیر مخ په لوړېدو دی.

اسټرالیا په پام کې لري چې له ووهان ښاره ایستل کېدونکي وګړي یې د اسټرالیا له اصلي ټاپو ۲۰۰۰ کیلومتره لرې په کرسمس ټاپو کې قرنطین کړي.

اسټرالیا، جاپان، امریکا او اروپايي ټولنه هم خپل وګړي خپلو هېوادونو ته ستنوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*