ایت الله خامنه يي:ايران  د دفاعي ځواکونو دفاع کړې

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د خپل هېواد  ايران  د دفاعي ځواکونو دفاع کړې، او ايران  ومنله په تېروتنه یې مساپر لېږدونکې اوکراینۍ الوتکه ویشتلې وه.

 خامنه يي د سپاه پاسدران نومي ځواک په ستایلو سره ویلي، دې ځواکونو د ایران دفاع کړې

د اوکراینۍ الوتکې غورځېدو له پېښې وروسته د دغې موضوع له کبله په ایران کې دننه هم پراخ غبرګون څرګند شوی او له ایرانه بهر هم د دغه هېواد پر چارواکو فشار ډېر شوی دی.

خو ایت الله خامنه يي چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې لومړی ځل د جمعې لمانځه خطبه ویله، د ملاتړ موندلو هڅه کړې او پر امریکا او اروپايي هېوادونو یې سختې نیوکې وکړې. نوموړي ایرانیان اتحاد ته راوبلل.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*