څوک چې دقام بد غواړي سر يې په اوبو کې دى

ارواښاد قدرت الله حداد ((فرهاد ))

دا ديوې پراخې سيمې دګڼ شمېر خلکو تقدير دى تاسې داستاد احمد علي خان کهزاد کتاب وګورئ وايي په اويستايي سرودونو کې راغلي کله چې پکت باندې تېرې وشي له آسمانه يې مرسته کيږي او پاکتيان بريالي کيږي .

بهرني هېوادونه که نن له مرستې لاس وانخلي سبا يې اخلي افغانان دا درې پيړۍ انګليس ، روس ، امريکې ته ناست دي امير دوست محمد خان او شېر على خان يو لاس روس او بل لاس يې انګليس ته نيولى و .

لومړې او دوه يمې افغان ، انګليس جګړه له همدې وشوې چې دملت په همت دواړه جګړو کې انګليس ماته وخوړه لويدلي افغانان څو ورځې پادشاهان ، جمهور رئيسان او د چرچو زمريان وي خو ددوى دچړچو بې ننګۍ او تېروتنو بيعه بل ملت ورکوي . افغانستان دا هم ونکړه چې سني مذهب داکثريت له مخې رسمي کړي نو افغانستان يو سم حکومت غواړي که خبره راټوله کړئ افغان ملي فلسفه افغانان ژغوري دوه يم دا چې پردى کټ تر نيمو شپو وي دريم دسهار پر لمر چې تود نه شوئ دمازديګر په لمر نه توديږئ څلورم څوک چې دقام بد غواړي سر يې په اوبو کې دى

خوشحال خان خټک څه ښه وايي

چې يې ريبم عمل بيا کا ، چې يې ورک کړم ځان پيدا کا

شپه او ورځ دا هسې کر کړم کر ، خو هسې وي کنه .

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*