په لبنان کې روسې سفارت مخې ته شخړه شوې ‏

په لبنان کې د روسېې سفارت مخې ته د هغه هېواد د پوليسو او مظاهرين ترمنځ شخړه شويده چې د راپورونوپه ‏اساس دسفارت سره د ډزو اوازونه هم اوريدل شويدي.‏
د روسېې دولتي خبرې اژانس اسپوتنيک د راپورونو له مخې د لبنان په بيرت کې د روسېې د سفارت مخې ته د ‏هغه هېواد د پوليسو او مظاهرينوترمنځ په شخړه کې پوليسو پر مظاهره کوونکو اوښلن ګاز هم استعمال کړى او ‏هم مظاهرينو پرپوليسو د ډبرو ګزارونه کړيدي خو دمظاهرينو ياپوليسو د ژوبلې په اړه کوم خبر نه دې ورکړل ‏شوې.‏
راپورونه وايي چې کله د مظاهره کوونکو لخوا پر پوليسو د ډبرو ګزارونه زيات شول نو پوليس مشر خپلو ‏پوليسو ته له ځايه د تلو امر وکړ، په بيروت کې د روسېې دسفارت مشاور ويچسلاف مقصودف ويلي چې د ‏سفارت مخې ته پوليسو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې او هغوې ېې تيښتې ته اړ کړل .‏
په لبنان کې دتيراکتوبر راهيسې مظاهرې زياتې شوې چې د سعد حريرې له واکه لرې کول دهمدې اعتراضاتو ‏نيتجه وه دا نده څرګنده چې دتيرې ورځې اعتراضاتو بل رنګ درلود او که دهمغه اعتراضاتو لړۍ وه .‏

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*